خپرپاڼه کې راغلي، چې یاد ریاست د زیانمنو شویو مدرسو او ښوونځیو د بیا رغولو توان نه لري او له همکاره موسېساتو څخه یې غوښتنه کړې چې د دې ښوونیزو مرکزونو په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي.
ورته مهال ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
پکتیا کې سرچينې وايي، تېره شپه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې په يو کور غر ښويېدنه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۵ کسان په کې مړه شوي.
ارزګان د بېلابېلو ولسواليو اوسیدونکي په خپلو سيمو کې د سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو څخه شکايتونه کوي او غوښتنه کوي چې مرستې دې ورسره وشي.
اطلاعات روز: په هلمند کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چې د وروستيو ورښتونو له امله ۷ تنه مړه شوي او د مرکز لښکرګاه په شمول په ګڼو ولسواليو کې خلګو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.
همدا راز، په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه (پنجشنبه) د همدې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې په يوه کور کې چت لويدلی چې له امله يې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، د شیګل ولسوالۍ په خوړ کلي کې د ورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتی، چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۴ کلن هلک ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې نن (دوشنبه، ٢٧ د وري) سهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم سېلاب وړی.
اوچا زیاته کړې، چې د مارچ پر ۲۱مه او له ۲۶مې څخه تر ۲۷مې پورې د سختو بارانونو له کبله اووه تنه مړه شوي او ۳۸۴ کورونه زيانمن شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشید وایي، چې دغه کورونه د تېرو دوو ورځو پرلپسې ورښتونو له کبله نړیدلي دي.