يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پخوانى نظامي محرمعلي نومېده او په تېر حکومت کې د د پروان غوربند دره کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و.
سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو غلو دا ډله د چاريکار ښار د اولې ناحيې په «ليسه صادقي» سيمه کې هم يوه کور ته ننوتلې او ۳۰۰ زره نغدې افغانۍ او د کور د غړو زيورات يې وړي دي.
په پروان ولايت کې ټولو ۱۵ دولتي او خصوصي رسنيو فعاليت کاوه چې د طالبانو تر راتګ وروسته د نهو رسنيو فعاليت درېدلی دی.
يوې ولسي سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دا کس «غريبکاره» و او له چا سره يې دښمني نه درلوده. تر اوسه لا هم د نوموړي د وژل کېدو انګېزه نه ده معلومه.
د سرچينو په وينا، دا پیغلې او ځوانان له «کوره د تېښتې» او «قمار بازۍ» په تور د طالبانو یوې محکمه کې محاکمه شوي دي.
ورته مهال سرچينې وايي، چې د پروان د مرکز اړونده سيمه «خواجه ها» کلي کې يو څلويښت کلن کس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
په پروان ولايت کې يو شمېر ښځينه مدافع وکيلانې چې د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، وايي چې د خپل امنيت په اړه په ویره کې دي او ډاریږي.
د دې سرچينې په وينا، د طالبانو دې دوو غړو ځانونه په دې ولايت کې د امنيې قومندانۍ غړي معرفي کړي او له يوه کارت پلورونکي [مبایل کارت پلورنکی] سره یې تر لفظي شخړې وروسته هغه د توپنچې په ډزو وژلی دی.
د اطلاعات روز د څېړنيز راپور له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاريکار او نهو نورو ولسواليو کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تر ۵۲ زيات پخواني نظاميان نيول شوي دي
د حامد په نوم يوه خياط له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د بېکارۍ له امله د ده نارينه ګيراکان کم دي، مګر د ده ډېری عايد د ښځينه جامو له ګنډلو تر لاسه کېږي.