پولیس زیاتوي، چې دا پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۲۹ د لیندۍ) د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند «غني خان» مېنه کې رامنځته شوې او په کې د محمد اشرف په نوم د یو سړي څلور واړه اولادونه مړه شوي دي.
شاوخوا اونۍ وړاندې د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې هم د يوې خونې چت پرېوتی و، چې په کې يوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي وو.
پکتیا کې سرچينې وايي، تېره شپه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې په يو کور غر ښويېدنه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۵ کسان په کې مړه شوي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په «تاجکانو» کلي کې د یو کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍدوه تنه مړه شوي.
يوې سرچينې وویل، چې د کورنۍ څښتن عبدالمطلب له يوه زوی سره په دې پېښه کې ژغورل شوي دي، خو درې نجونې او دوه هلکان چې د ده لمسيان و، مړه شوي دي.
تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند «غزو» سیمه کې د ناصر خان په نامه د یو ځايي اوسیدونکې د کور چت پریوتی،چې له امله یې د نوموړي څلور لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د نوموړي میرمن او زوی ژوبل شوي دي.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت الله حماد وایي، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۲۳ د کب) سهار وختي د دې ولایت د مرکز قلات اړوند «باکورزو» سیمه کې د زیات ورښت له کبله رامنځته شوې.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، د شیګل ولسوالۍ په خوړ کلي کې د ورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتی، چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۴ کلن هلک ژوبل شوي دي.
ورته مهال ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
ځایي اوسېدونکي هارون اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۱۲ د کب) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د اسعد آباد په «اندرسیر» سیمه کې را منځته شوې.