باوري ولسې سرچينې وايي، چې عبدالمتين سعيد د دې بازار قصابانو ته امر کړی، چې په هر کيلوګرام کې دې د غوښې قيمت ۵۰ افغانۍ لوړ کړي او ده ته دې د هر حلالېدونکي غوايي په بدل کې دوه زره افغانۍ ورکړي.
د کاپیسا ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو پر چیک پواینټ د «مقاومت جبهې» د غړو په بريد کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو پر دې مراسمو تر چپاو ور وړلو وروسته زوم، مشر ورور او پلار يې او همدا راز د ناوې پلار یې نيولي دي.
د سرچينې په وينا، دا کسان چې په يوه رنجر موټر کې سپاره وو، تېر ماښام (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) يوې زرګرۍ ته ننوتي، د دوکان مالک يې سخت وهلی او د هغه طلا او پيسې يې ځنې وړې دي.
په حصه دوم ولسوالۍ کې یوې ولسي سرچینې وویل، چې مولوي لایق «سلفي» و او د ښځو د حقونو په اړه یې سخت دریځی نظر درلود.
خبرپاڼې زیاتوي: «د البیروني پوهنتون محصلین په یوه مارسیډیس موټر کې پوهنتون ته پر لاره و، چې موټر یې د سړک څخه اوښتی، یو محصل مړ شوی ۸ نجونې او ۵ هلکان چې ټول محصلین وو ټپیان شوي دي.»
سرچينې زياتوي، چې نن (چهارشنبه، ۷ د مرغومي) غرمه مهال په يوه بله پېښه کې نامعلومو وسله والو د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په «پل مرادخواجه» کلي کې پر طالبانو ډزې کړې دي.