پاکستان د اکټوبر په مياشت کې د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې بايد دا هيواد پرېږدي، که نه وبه شړل شي.
زرین شاه چې د څلورو لوڼو پلار دی وايي، په پاکستان کې د سختو اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی، چې پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي او اوس چې خپل هېواد ته راستون شوی غواړي د زده کړو په برخه کې د خپلو لوڼو هیلې پوره کړي، خو په خبره یې د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو منع کولو سخت خواشینی کړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې استازو دغه راز ویلي، چې ۱۴۳ ميلونه يورو نوې بوديجه يې د افغانستان د کډوالو او هرات د زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې، چي ډېر ژر به د بشري مرسته کوونکو ادارو له لوري ورسيږي.
د پاکستان د دولتي راډيو له راپور سره سم، يو زر او ۱۹۵ تنه پرون (سېشنبه، ۷ د ليندۍ) افغانستان ته ستانه شوي دي. دې رسنۍ ليکلي، چې د افغان وګړو په ګډون خپل وطن ته د ناقانونه بهرنيو اتباعو ستنېدل په «عزت او امنيت» سره دوام لري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس، د سپټمبر مياشتې له نيمايي بيا تراوسه له پاکستانه افغانستان ته تر ۳۲۷ زره زيات کډوال او پناه غوښتونکي راغلي دي.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د ۱۱۴ ميليونه بې ځايه شويو وګړو له کبله نړۍ له يوه ستر کړکېچ سره مخ ده.
د لغمان اوسیدونکی حجت خان چې تازه له پاکستان څخه د خپلې کورنۍ سره راګرځیدلی وایي، پاکستان کې یې خپل څاروي او د کور نور وسایل په نیمه بیه پلورلي او هیواد ته خالي لاس راستون شوی دی.
د وحيدي په خبره، کوم کډوال چې په ايران کې د اوسېدو اسناد نه لري بايد ستانه شي، خو کوم وګړي چې اسناد لري، کولای شي د کار، اقتصادي فعاليت او يا هم پانګونې جواز ترلاسه کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې دې بنسټ له خپلو همکارانو سره هلې-ځلې زياتې کړي او په تورخم او سپين بولدک کې يې دوه بېړني روغتونونه ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د کډوالو په کمپ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۶۲زره او ۱۳۸ کسانو ته وړيا روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.