د افغانستان د حکومت تر ړنګېدو وروسته پکن هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپل تعامل او اړيکې کچه زياته کړي او تر اوسه يې د وزارت په کچه د طالبانو د لوړپوړو پلاوو کوربتوب کړی دی.
اطلاعات روز: په لغمان، سمنګان او بدخشان کې د څلورو ترافيکي پېښو له امله ۳۰ تنه ژوبل شوي او په...
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې یو ۱۰ کلن ماشوم د سیند اوبو ډوب او مړ شوی دی.
بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي وايي، چې نن (شنبه، ۱ د سلواغې) سهار لنډکروزر ډوله موټر د مايمي ولسوالۍ په اړونده سيمه کې اوښتی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د پامير ولسوالۍ ٥٧١ اوسېدونکو د تابعيت تذکرې ترلاسه کړي دي. د خپرو شویو انځورونو له مخې، دوی ته کاغذي تذکرې ویشل شوي، په داسې حال کې چې دا مهال په ښارونو کې بریښنايي تذکرې ویشل کیږي.
اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې کومه الوتکه تېر ماښام په بدخشان کې ورکه شوې وه،...
د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد وایي، سیلابونو یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په څلور جریبه ځمکه حاصل ته رسیدلي تازه سبزجات او نور فصلونه له منځه وړي او دوی ته یې په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي.
محسني وايي، چې د واورې ښوييدنې په نننۍ پېښه کې د فيض الرحمان په نوم د کور مالک له خپلې ښځې، يوې لور او دوو زامنو سره ژوبل شوي دي او يو شپږ کلن هلک ورک دی.
د مړو شويو نږدې خپلوان وايي، چې په دوی کې يو يې د کوچنیو پورونو د بانک کارمند و او يو بل يې د بدخشان د ولايتي روغتون خدماتي کارکونکی و.
سره له دې چې د «مقاومت جبهې» د غړو له وژل کېدو يوه اوونۍ تېرېږي، خو طالبانو د هغوى خپلوانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې مړي یې له څاه راوباسي او ښخ یې کړي.