هلمند سیند
د افغانستان د اوبو د زېرمو د سرچینو د ښه مدیریت په وړاندې یوه له لویو ستونزو څخه د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله د افغانستان د غیر متوازن پرمختګ مسله ده. افغانستان په تیرو څو لسیزو کې د داخلي بې ثباتي او ناامنۍ له امله د اوبو کنټرول او اداره کې پاتې راغلی. افغانستان یو داسې هیواد دی، چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته یی پرمختګ کړی. دا د فرامرزی یا له پولو ور اخوا سیند مدیریت؛ د کلاسیک رژیم لپاره د خوب لیدلو په څیر یو امر بلل شوی دی.
هلمند سیند
نوموړي زیاته کړه، چې ایران د افغانستان ګډ سیندونو باندې تر ٦٠٠ پورې بندونه جوړ کړي، خو افغانستان کې يواځې ٤ بندونه پرهمدې اوبو د جوړیدو په حال کې دي .
د پکتیا زرمت کې کډوال
نوموړي زياته کړه: «مثلا صرف له زرمت څخه ۳۰۰۰ کورنۍ کډه شوې دي، ۳۰۰۰ هم نه چې په ټول زرمت کې ۳۰۰ کسان ورته ودريږي، قسم کوم چې دا ستونزې به حل شي چې دوی ترې تښتېدلي دي. دوی بايد ونه تښتي، بلکې هغوی اصلاح يا تېښتې ته مجبور کړي، چې دوی يې دې حالت ته رسولي دي.»
ګردېز بالاحصار
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ريیس صلاح الدين سليس د ګردېز بالاحصار د جوړېدو تاريخ د کوشانیانو له دورې سره تړلی بولي او وايي د دې تاريخي کلا لوړه تپه د تاريخ د پاڼو په استناد کابو ۳۰۰۰ کاله او ترې چاپېر دېوال يا چارديوالي يې شاوخوا ۱۸۰۰ کاله لرغونتوب لري.
نورستان کې روغتون
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ډاکترانو ستونزې مني، خو وایي، د نورستان د روغتیاپالانو معاشونه یې د «اهیډ» په نامه موسسې ته سپارلي او هیله مند دي، چې ستونزه به یې ژر حل شي.
کرونا بوجه کې میلیوني فساد
عاصم اوسمهال اطلاعات روز ته وويل چې په ميدان وردک ولايت کې د کرونا له بوديجې حيف و ميل شوې پيسې له هغه زياتې دي، چې د بازرس ادارې په خپل رپوټ کې ويلي او د څارنوالي په څېړنه کې دي. هغه زياتوي چې په دې ولايت کې پېرل شوي نيمايي طبي وسايل دوهم لاس دي او تر اوسه يې له ځينو استفاده نه ده شوې.
موریا کمپ
د کډوالو د حقونو دا فعال وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي ټولنې له ترکيې سره هوکړه وکړه چې اروپا ته د پناه غوښتونکو له ورتګ د مخنيوي لپاره، سرپټي کمپونه جوړ کړي، چې ځينې دا کمپونه د يونان په جزيرو کې دي.
کرکټ لوبغاړو ته پرانستی لیک
ځکه زه د افغان کرکټ ټيم لوبغاړو هر یو راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدران او ظاهر خان څخه هيله کوم چې دوی دې، د افغان ولس د بچيانو او استازو په توګه، سږ کال د آسټراليا هېواد د کرکټ بګ بېش ليګ (Big Bash League—BBL) په لوبو کې د ګډون څخه ډډه وکړي.