په دې ليکنه کې د تېر يوه کال پر مهال د افغانستان اقتصادي وضعيت د بېلابېلو اقتصادي شاخصونو له اړخه ارزول شوی دی، لکه اقتصادي وده، صادرات او واردات، کلنی سړي سر عايد، پاړسوب، داخلي عوايد...
خوست
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د نظام له بدلون وروسته که څه هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې شخصي مخابراتي شرکتونو فعالیت پیل کړی، خو د دوی په خبره چې لاهم په خدماتو کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.
خوست
د خوست ولایت اوسېدونکی او مدني فعال نورالله افغان وايي، که مرکزي اداره د روان فساد او چور مخه ونه نیسي، ولس به په پراخه لاریونونو لاس پورې کړي، هغه زیاته کړه، چې د دې دولتي ځمکو د ویش مخنیوي لپاره یې قران شریفونه هم د ولایت مقام مخې ته ور وړي و، تر څو چارواکي له پیل شوي کاره لاس واخلي.
د خوست ولایت یو تن قومي مشر اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغه چې په دندو دي له خپلو دندو ګوښه نه کړي.
نسخه
کابل کې د درملتونونو خاوندان هم اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې د درملو خرڅلاو او د روغتیاپالانو نسخو کې ګډوډیانې زیاتې دي، خو حاضر نه دي چې په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي. هغه لویې ستونزې چې خلک یې لري شفري نسخې او د زیاتو درملو پلورل دي.
د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي په سیمه کې د یو لوی جومات د کارونو بشپړېدو غوښتنه کوي، دوی وايي د تېر حکومت له لوري په ټولو ولسوالیو کې د یو لوی جومات جوړېدو کار پیل شو، چې اوس د نامعلومو دلایلو له امله همداسې پاتې دی.
ننګرهار کې بېکاري
په څلورلارو کې ولاړ وزګار ځوانان چې د کار په انتظار ستړي شوي، وایي زیاترو یې نورو هیوادونو ته په قاچاقي ډول د تګ تابیا نیولې او ځینې خو لا دمخه د سر په بیه ځانونه اروپایي او نورو هیوادونو ته رسولي دي.