افغانستان د اسیایي هيوادونو په منځ کې د ماشومانو او ميندو د «تر ټولو لوړې» کچې لرلو له وجې تر ټولو بدترين او په نړۍ کې د همدې کچې نهم هيواد دی.
د کړکېچ د نړيوالې ډلې د يوه کارپوه په وينا، افغانستان ته د لسګونو زرو کسانو ستنېدل به د دواړو هيوادونو لپاره يو وېروونکی خوب وي. د دې کارپوه په وينا، د افغانستان فلج اقتصاد همدا اوس نه شي کولای د هغو ۵۰۰ زرو کسانو لپاره کار پيدا کړي چې هر کال د کار بازار ته راځي. دا تصور خو بېخي نه شي کېدلای چې دا حکومت به زرګونو راستنېدونکو ته کار ورکړي. د شنونکو په اند، دا وضعيت د افغانستان ماتېدونکی اقتصاد تر فشار لاندې راولي.
۹۱ کوډ
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره کې د ولسمشر د ۱۱۱ حکمونو باندې له یو میلیارد او ۱۳۱ میلیون ډېرې افغانۍ مصرف شوې دي. دغې ادارې د پالیسۍ ۹۱ کوډ له لارې له ملي بودجې څخه تر ټولو زیات لګښت کړی دی. د دې ادارې له خوا د میلیونیزو لګښتونو بېلګې په لاندې ډول دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې کوم درسي کتاب په نصاب کې شامل شوی دی، په هغه کې د اسلامي ثقافت مضامين د پوهنتون «زړه» او «د اسلامي ارزښتونو او باورونو د دفاع لپاره تر ټولو پياوړی «سنګر» بلل شوي دي.
کوچیان
د افغانستان د بېلابېلو سيمو له مېشتو خلکو سره د کوچيانو شخړې نوې پديده نه ده. کوچيان په ځينو موسمونو کې پر ځمکو، څړځايونو او کښتونو خپل جنجالي تګ پېلوي.