په دغه ولايت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ مسوولينو ویلي، چې دغه ښوونکی تېره شپه (جمعه، ۲۴ د وږي) د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په «برګ» سيمه کې وژل شوی دی.
طالبانو د سویل ختیځ زون په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کالدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره بار، بار هڅې کړي خو د نه تعقیب له امله په دې نه دي توانیدلي چې مخه یې ونیسي.
د لوګر لپاره د دطالبانو د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي، چې د یادو ۱۲ ښوونځیو له ډلې یې ۹ د یونیسف او پاتې نور د طالبانو د پوهنې وزارت له خپلې بودیجې څخه رغولي دي.
د سويل ختيځ زون په لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو کې له ۳۰۰۰۰ ډېرې کورنۍ، فابریکې او شرکتونه له وارداتي برښنا ګټه پورته کوي.
د لوګر لپاره د عامې روغتیا ریاست مسوولینو هم پېښه تایید کړې او د دغه ولایت د عدلیې له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ ورته د محمد اغې ولسوالۍ د طالبانو امنیتي مسوولینو د یو ځوان جسد ور وړی دی.
لوګر کې د مرکز پل عالم ترڅنګ په محمد اغې، خوښۍ، څرخ او ځینو نورو ولسوالیو کې د نورو میوه لرونکو ونو سربېره په پراخه کچه د بادامو باغونه هم جوړ شوي چې بڼوال ترې په خپل وخت د پام وړ حاصلات تر لاسه کوي.
په لوګر او پکتیا ولایتونو کې د دولتي ښوونځيو زده کوونکي د کتابونو په انتقال خوښ دي او وايي، راتلونکی تعلیمي کال به د تېر په څېر د کتابونو له کموالي سره نه مخ کیږي.
ياده پېښه تېره ورځ (شنبه، ۳ د مرغومي) د ويتز او کرولا موټرو ترمنځ رامنځته شوې، چې په مړو شويو کې د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات اوکلتور رياست يو کارمند هم شامل دی.
د لوګر ولایت یو تن اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، د طالبانو حکومت دې لومړی په خپلو هغو کسانو حدود جاري کړي، چې د نامشروع اړیکو ویډیوګانې یې هم خپرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوښۍ ولسوالۍ اړوند پايان، ده پايين، ابتک او ځينو نورو سيمو کې د سيلابونو له کبله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور کسان لاهم نادرکه دي.