د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.
د ارزګان یو اوسیدونکی وایي: «سږکال خلک د تېرو کلونو په څير پیسې نه لري ځکه اوس ترياک بند شوي او خلک د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.»
ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې طالب ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، ۶ د وري) د د دغه کس جسد د دهراوود ولسوالۍ اړوند «دهزک» سيمه کې موندلی دی.
د ارزګان د اوسيدونکو په وينا، که دوی ته د اغاجان بند په اساسي ډول ورغول شي دوی او راتلونکي نسلونه به يې د وچکالۍ څخه خلاص او ژوند به يې ښه شي
يوه سرچينه چې نه غواړي نوم ېې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو له خولې او پزې وینه راځي او نږدې روغتیایي مرکزونه یې له درملنې عاجز شوي دي.
د کرنې د برخې يو تن انجينر محمدنسيم اطلاعات روز ته وویل، چې وروستيو ورښتونو نه يوازې د انځرو باغونه بلکې د نورو ميوو باغونه هم زيانمن کړي او کروندګرو ته یې زیان اړولی دی.
انجه د افغانستان د غوره طبعي صادراتي بوټو په ډله کې راځي چې پخوا د هیواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې په طبعي توګه زرغون کیده.
باچا خان که څه هم ځوانانو ته د کار زده کړې یو فرصت برابر کړی خو وایي، چې د اقتصادي ستونزو سره مخ دی او باید د دې مرکز د پراختیا لپاره ورسره مرسته وشي.
ترينکوټ ښار کې د موټرو په يو ورکشاف کې په سلګونو کم عمره ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي هم د خپل شته وضيعت څخه شکايت کوي او وایي، چې تراوسه یې هيچا ملاتړ نه دی کړی.
ورته مهال یوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي وايي، چې د عبدالرحمن په نوم دغه هلک د خپل پلار څخه سهواً د تفنګچې د پاکولو پر مهال لګیدلی دی.