کندهار کې د طالبانو د کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وويل، د يادې پروژې رغنيزې چارې څو مياشتې وړاندې پيل شوې وې او نن (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) ګټې ته وسپارل شوه.
ايرنا د امير عبداللهيان په وينا ليکلي: «د مطلوبې پايلې تر لاسته راوړلو پورې هڅو ته دوام ورکوو او د تر لاسه کولو لپاره يې ټول انتخابونه پر ځای دي.»
اوس مهال د پکتیا ولایت په ډیری سیمو کې څومره چې لازمه دی د اوبو مدریت برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او اړتیا ته په کتو د ګوتو په شمېر سربندونه، کانالونه او د اوبو ویالې رغول شوې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان سيستان او بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د دې هيواد غوښتنه له طالبانو داده چې د هلمند د کجکي اوبو دروازې دې خلاصې کړي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د پېل په مراسمو کې وويل چې دا بند د فراه ولايت لپاره يوه مهمه پروژه ده.
د طالبانو د اقتصاد ریيس عبدالسلام بريالی وایي، د اوبو په ياد چيک ډیم کې شاوخوا ۴۰۰ زره متره مکعبه اوبه ذخیره کېږي چې ارغستان ولسوالۍ کې به د وچکالۍ په مخنیوي کې ګټور تمام شي.
یاد ماشوم د سیند پر غاړه لوبې کولې، چې پرمهال یې سیند ته غورځیدلی او ځایي خلکو یې مړی له دوه ساعتونو وروسته د لعپلورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کونړ له سیند راویستلی دی.
احمدي بيغش زياته کړې چې افغانستان بايد حد اقل «د افغانانو د کلني مصرف په کچه د هلمند سيند اوبه را پرېږدي.» ايراني چارواکي وايي، چې له هلمند سيند څخه د دې هيواد حقابې تعقيب يې لومړيتوب دی.
قمي د طالبانو په اړه د ايران شوني اقداماتو ته کومه څرګنده اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې «نن په افغانستان کې يوازې له طالبانو سره مخامخ نه يو، په دې هيواد کې مسئله پېچلې ده».
قاليباف زياته کړې چې د دې هوکړې بشپړ او دقيق تطبيق د دواړو ملتونو په ګټه او د متقابلو اړخونو د ګټو تضمين کوي، همدا راز «د افغانستان د لوېديځ او ايران د ختيځ د اقليمي، جغرافيايي او ولسي وضعيت» ساتنه کوي.