د ترکيې په سمنداګ ولسوالۍ کې ژغورونکې ډلې له ويجاړيو لس ورځنی ماشوم وژغوره. بېړنيو مرستندويانو وکولای شول چې د ده مور هم له ويجاړيو ژوندۍ راوکاږي.
سرچینو زياته کړې چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوې چې کندهار کې دولتي کارکوونکو غوښتل خپل معاشات تر لاسه کړي.
مجاهد نن (يکشنبه، ۱۶ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د تېرې ورځې په زلزله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ په ۱۳ کليو کې ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې دا شميرې د وږي مياشتې پرمهال د طالبانو د محلي مسوولينو له لوري د خپرو شويو اعلاميو او ځايي سرچينو پر اساس راټولې کړې دي.
د اوچا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د فقر د کچې په ژورېدلو سره ماشومان او لويان د پيسو موندنې په موخه د اوسپينې راټولولو په موخه ناچاودې مرمۍ راغونډوي چې په پايله کې يې له بدو پېښو سره مخ کېږي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته ځايي سرچينو ويلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
د تېرې جمعې په شپه (۱۷ د وږي) د مراکش د اتلس په لوړو غرونو کې را منځته شوې زلزلې په مراکش ښار کې تاريخي ودانۍ هم زيانمنې کړې.
د ترکيې د ناورين د مديريت ادارې ويلي چې د پنج شنبې په سهار په ترکيه کې د ټولو مړو شمېر تر ۱۲ زره ۳۹۱ پورې رسېدلی چې د چهارشنبې ورځې تر شمېرو ۳۰ سلنه زيات دی.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په خپل راپور کې ویلي، چې د دغه سازمان ټیمونو د هرات په ولایتي روغتون کې د ۵۴۰ کسانو درملنه کړې ده.
د یوناما د شمېرو له مخې چې نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) خپرې شوي، په وژل شویو کې لږ تر لږه ۴۶ نجونې او ځوانې ښځې شاملې دي.