د ترکيې مرستيال ولسمشر فوات اوکتې ويلي، چې په لسو زلزله ځپلو ولايتونو کې زرګونه ودانۍ نړيدلې دي او د دې ويجاړۍ د مسوولينو په توګه ۱۳۱ شکمن افراد په نښه شوي دي.
په اندراب کې د طالبانو پر خلاف د څه کم دوو وسله والو جبهو فعاليت تاييدېږي. د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» او د «ازادۍ جبهه» چې ويل کېږي پخواني لوی درستيز ياسين ضيا تاسيس کړې.
سرچینو زياته کړې چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوې چې کندهار کې دولتي کارکوونکو غوښتل خپل معاشات تر لاسه کړي.
مجاهد نن (يکشنبه، ۱۶ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د تېرې ورځې په زلزله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ په ۱۳ کليو کې ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ترکيې په سمنداګ ولسوالۍ کې ژغورونکې ډلې له ويجاړيو لس ورځنی ماشوم وژغوره. بېړنيو مرستندويانو وکولای شول چې د ده مور هم له ويجاړيو ژوندۍ راوکاږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې په ټوله کې ۱۱ زره او ۵۸۵ تنه په زنده جان، انجيل، ګلران، کهسان او کشک رباط سنګي ولسواليو کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.
دې ناورين په دواړو هيوادونو ترکيه او ګاونډۍ سوريه کې د څه باندې ۴۱ زره کسانو ژوند اخیستی او ښارونه يې ويجاړ کړي دي. له زلزلې ډېر ژغورل شوي خلک په سخته سړه هوا کې بې کوره دي.
د ترکیې د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د قهرمان ماراس په زلزله کې د مړو شمېر یو زرو ۱۲۱ او د ټپیانو شمېر ۷زرو ۶۳۴ ته رسېدلی دی.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په لسو ولايتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. خو په ګڼو ويجاړو شويو ترکي ولايتونو کې خلکو غوسه او ناهيلي ښودلې.
هغه وويل، چې تر ٢٠ زيات مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې ډېرى قربانيان يې د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي دي.