د دايکندي د اوسېدونکو په وينا، طالب ځواکونو د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ولسي خلک کډه کولو ته اړ کړي او کورونه يې په نظامي پوستو بدل کړي دي.
ويل کېږي، چې طالبانو په سیوک – شيبر کې خپل وروستی بريد هم له صداقت سره په ملتيا کړی دی. د سرچينو په وينا، په دې بريد کې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ښځينه زده کوونکو اطلاعات روز ته وويل، چې نن سهار طالبانو د نيلي ښار په ګڼو ځايونو کې پوښتنې کولې او نجونې يې نه پرېښودې چې زدکړييزو مرکزونو ته ولاړې شي.
د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تاییدوي، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې او ويلي يې دي چې د ماشومانو په وړاندې هر ډول کېدونکی تاوتريخوالی غندي.
طالبانو تېره اونۍ د دايکندي د مرکز په سيوک - شيبر کلي کې د دوو کسانو پر کورنيو بريد وکړ. د ځايي سرچينو په وينا، په دې بريد کې اته کسان وژل شوي چې څلور پکې کم عمره ماشومان دي.
نوموړي له ټولو مسافرينو غوښتي چې تر هغو دې سفر نه کوي، تر څو هوا نه وي سمه شوې او مواصلاتي لارې نه وي خلاصې شوي.
د دايکندي په کيتي ولسوالۍ کې د طالبانو امر بالمعروف امريت هم د يوې اعلاميې له لارې د نوروز لمانځل يو پردی او غير اسلامي دود ګڼلی.