یو شمیر ځوانان چې دولتي بستونو ته یې ازموینې ورکړي، وایي چې د مسلکي بست لپاره د مسلکي پوښتنو پرځای د دیني برخې پوښتنې راوړل کېږي، چې له امله یې زیات شمیر ځوانان له دندو پاتې شوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد مرکز کې د ديني زده کړو سربېره نجونو ته د ښځينه ښوونکو له خوا عصري زده کړې هم ورکول کېږي.
د لوګر ولايت يو ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د ماسټري اسناد ترلاسه کول کومه اسانه موضوع نه ده، خو طالبان ورته دغه اسناد يوازې د يوې ازموينې په ورکولو سره ورکوي.
د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه د فعالانو او بشري حقونو د مدافعينو نيونې ته هم اشاره کړې چې د خپلو حقونو لپاره له سولييز اعتراض او د بيان له ازادۍ څخه استفاده کوي.
داسې ښکاري لکه په لوی لاس چې د موډرنو زده کړو د سيسټمونو او ادارو د ناکامۍ هڅه کېږي او په هغو سيسټمونو کې د غير مسلکي لاسوهنو او ټاکنو له لارې قصدا د ټولنې ترمنځ د دې ادارو او بنسټونو اعتبار زيانمنېږي.
ښاغلي صالح د نن (شنبه، ۴ سلواغې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپل فیسبوک خپور شوي راپور کې له کورنیو غوښتي چې د دیني زده کړو په نوم دې خپل ماشومان کوم چا ته نه تسلیموي.
مذهبي او سخت دريځې ډلې يوازې ځان حق ګڼي او نورو ګمراه بولي، نه يوازې له هغوی څخه لېرې اوسېدل خوښوي بلکې له ټولنې او وطن څخه د هغوی شړل خپل مسووليت بولي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وينا، دا تعليمي نصاب په ۳۴۱ پاڼو کې ترتيب شوی او زياته برخه يې د عقيدې او ايمان مسايل دي چې په ټولو ادارو کې تدريسېږي.
د طالبانو د پوهنې وزیر وایي، د هیواد په ټولو ولایتونو کې په معیاري ډول د ولایت په کچه یوه، یوه دیني مدرسه جوړه کړي، چې دا کار به انشاالله په نږدې ورځو کې پیل شي او په دې سره به په دیني زده کړو کې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي
د بشر حقونو د څار په وينا، طالبانو ټولې ښځينه زده کوونکې د هلکانو له ښوونځيو شړلې دي او ډېری هلکان يې اړ کړي چې له وړتیا نه لرونکو استادانو زده کړې وکړي او حتا له ښوونکو پرته په ټولګيو کې کيني.