د ترکيې په سمنداګ ولسوالۍ کې ژغورونکې ډلې له ويجاړيو لس ورځنی ماشوم وژغوره. بېړنيو مرستندويانو وکولای شول چې د ده مور هم له ويجاړيو ژوندۍ راوکاږي.
د برمل ولسوالۍ زلزله ځپلي غوښتنه کوي، هغه مرستې چې د دوی په نوم نړیوالو د طالبانو له حکومت سره کړي نو خلکو ته دې ورکړل شي.
تېره سهشنبه (د مرغومې په ۲۷مه) دوو زلزلو د افغانستان لویدیځ ولایتونه او د ایران ختیځې سیمې وخوځولې. دې پېښې بادغیس ولایت کې درانه زیانونه واړول.
بل خوا پاکستاني چارواکو بیا ویلي، چې زلزلې د دې هيواد په خيبر پښتونخوا ايالت کې لږ تر لږه نهه تنه مړه کړي او ۴۴ نور يې ژوبل کړي دي.
لغمان لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس خیر محمد غازي وایي، چې د تیرې شپې زلزلې له امله په مرکز مهترلام، الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې ۲۲ کورونه نړېدلي دوه تنه مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
.ننګرهار کې د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې راټولولو کمپاین پېل شوی.
جلال اباد کې د مدني ټولنو او خیریه بنسټونو استازو دغه ګام پورته کړی.
No More Content