ښاغلي صالح د خپلې لیکنې یوې برخه کې لیکلي، چې کابل پوهنتون کې د بریدګرو پاتې وسلې او د هغوی څېرې له هغو انځورونو سره چې داعش ډلې خپاره کړي، هم ورته نه دي.
د کلي ښځې ورته په حیرانتیا ور ټولې شوې وې او هرې یوې یو څه ویلې. یوې وویل: مېړه دې باید دویمه ښځه وکړي. هغې هېڅ نیوکه و نه کړه.
نږدې دوه میاشتې کیږي، چې په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پيل شوي، خو اندېښنې دا دي، چې لا هم دغه خبرې له ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې د کندهار عامې روغتیا مشر طاووس نادري اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه یو وژل شوی او ۳۶ ټپيان د یادې پېښې له ځایه د میوند ولسوالۍ او کندهار ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړی زیاته کړه جګړه اوسمهال هم دوام لري، خو نوموړي د مرګ ژوبلې شمېرې و نه ویلې. هغه زیاته کړه: «وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال درې امنیتی پوستې سقوط کړي دي. جګړه لا هم دوام لري.»
صالح دغه راز پر انټرکانټيننټال هوټل او کابل کې پر څلورسوه بستریز روغتون بریدونو ته په اشارې ویلي، چې پر کابل پوهنتون دغه برید هم له کومې پوښتنې پرته د طالبانو کار دی.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپي شوي دي.
د پکتیا ولایت رسنیو دفتر خپره کړې خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د دوو جوماتونو په ګډون له ۵۰ زیات کورونه زیانمن او له ۳۰ زیات ماشومان، ښځې او لویان ټپي شوي دي.
د يادې سيمې اوسېدونکي او عيني شاهد وزير وويل، چې د ملي امنيت رياست ځواکونه سيمې ته ورغلي و او له وسله والو طالبانو يې د يادې ډرون سربېره زياته اندازه وسله هم نيولې ده.
اخوا بیا د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېتر لیکلي، چې د دوی جنګیالیو د لوګر ولایت مرکز اړوند «دوغ اباد» سیمه کې د دولتي ځواکونو یوه پوسته نسکوره کړې.