د ازموينو اداره وايي، په دې ازموينه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د ستوماتولوژۍ (د غاښونو طب) او طب پوهنځيو څه باندې اووه زره محصلينو برخه اخيستې وه.
اطلاعات روز: په مزار شريف ښار کې د زرګونو ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزارهوو د عام وژنې د...
د سرحدونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري چې په ياده فراغت غونډه کې خبرې کولې، زياته يې کړه چې د طالبانو لخوا روزل شوو کسانو ته د نورو زده کړو ترڅنګ بشپړه اسلامي روزنه او روحیه هم ورکول کيږي چې د نړۍ ستر هېوادونه دغه ډول پوځ نه لري.
دا د دوه طالب جنګیالیو خبرې وې چې تېره اونۍ مازديګر ناوخته د پولیسو يوه افسر د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د جګړې له کرښې شاته اورېدې. هغه مهال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د ارغنداب ولسوالي او د کندهار ولايت له مرکز څخه څو کيلو متره لرې سيمه کې، چې د پوليسو افسر «جوی لاهور» بلله، جګړه روانه وه.
احمدي نن (پنج شنبه، ۲۰ د سلواغې) په يوه ټويټ کې لیکلي، چې «طالبان هغه ناروغ زندانساتونکي او انسان وژونکي دي چې د خلکو له کړونې او وژنې خوند اخلي».
اطلاعات روز: «د افغانستان د ځواکمنو ښځو خوځښت» وايي، چې طالبان «د ښځو او فعالو نجونو د مرموزو، هدفي او...
د اميري په وينا، مسلمانو رهبرانو د «ښځې په اسلام کې» کانفرانس پر مهال، د ښځينه حقونو د دفاع په برخه کې د اسلام د پخوانيو تګلارو يادونه کړې او د ښځو د ځپلو لپاره يې له اسلامه استفاده کول رد کړي دي.
کتاب په افغانستان کې د هند ستراتېژيکو ګټو ته اشاره کوي، خو وايي چې هند د روسيې او چين برخلاف د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره اړیکې پرې کړې.
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) د يوه راپور په خپرولو سره خبر ورکړی چې...
احمدي ویلي، چې د طالبانو اقدامات د لومړنيو بشري حقونو تروړنه ده چې د ده په وينا نړيواله ټولنه بايد په دې اړه عملي غبرګون وښيي.