څمکني وويل چې له دې ولايت څخه په تېر کې هم د کباړ په نوم په غير قانوني دول خورا زياته اوسپنه ګاونډي پاکستان ته لېږدول شوې، چې ډېری يې مهم نظامي توکي هم پکې و.
باختر دولتي خبري آژانس د طالبانو خالد بن وليد د ٢٠١ سيلاب قول اردو د وياند وحيدالله محمدي له قوله خبر ورکړی چې په دې ليږدونکو اسلحو کې ٣٤ میله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.
یو اوسیدونکي سجاد نورستاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې یو شمیر پاکستاني انجینران د سړک جوړولو په پلمه په دغه ولسوالۍ کې لیتیم استخراجوي او بیا یې پاکستان ته لیږي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغه وسلو کې ۱۸ ميله کلاشينکوفونه، ۴۹ ميله تفنګچې او ورسره يو ويډز موټر د طالبانو د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
امین الله زیاته کړه:«ننګرهار کې په زیاتره سیمو کې د طالبان له حکومت را وروسته د تاریخي اثارو قاچاق او کیندنې زیاتې شوي او لامل یې دادی، چې خلک بې روزګاره شوي دي.»
هغه وايي د ډالرو دغه ډول قاچاق ځکه د اندېښنې وړ دی چې د پخوا په پرتله يې قاچاق زيات شوی دی او ډيرو خلکو د ډالرو قاچاق خپل کار وبار ګرځولی دی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ۲۵ کیلو ګرامه بېلا بېلې قیمتي ډبرې چې پاکستان هیواد ته قاچاقېدلې نیولې دي.
سرچينه زیاتوي، دغه افغان ځوانان د ایران سيستان او بلوچستان ښار سره نږدې د دغه هیواد ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي او تیره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د کب) یې جسدونه د هیواد نیمروز ولایت ته رالیږدول شوي دي.
لېتیم په پراخه کچه د بریښنایی وسایلو بټریو کې کارول کیږي. دا سرچینې د نړیوالو پالیسیو سره سم ستراتیژیکې سرچینې ګڼل کېږي ترڅو نړۍ کې د شین پوړیزو ګازونو تولید کم کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان تورخم ښارګوټي کې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو د لسګونه زره ډالرو د قاچاق مخنیوي خبرونه ورکړي دي.