ډهلي کې میشت افغان محمد زمان سیرت وایي، چې ټاکل شوې وه دوی نن (پنجشنبه، ۱۴ د تلې) لاریون وکړي؛ خو هندي پولیسو د دې مظاهرې اجازه لیک لغوه کړ او لس تنه مظاهره کوونکي یې نیولي دي.
د طب پوهنځي یو محصل چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی وایي، چې نن سهار د پوهنځي ټولو محصلینو د لوړو زده کړو وزارت د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې د ازموینې صحنه د اعتراض په ډول پریښې ده.
د کابل پوهنتون د دروازې مخې ته، چې په پام کې ده لاريون ترسره شي، طالب ځواکونه له پوځي موټرو سره پراخ حضور لري.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالبان د مظاهره کوونکو ښځو د خورولو لپاره د اوبو له شیندلو کار اخلي.
لاريون کوونکو نن (سې شنبه، ۴ د سلواغې) ماسپښین د سويډن هيواد ضد شعارونه ورکول او د دغه هيواد ملي بيرغ ته يې اور ورته کړ.
مظاهره کوونکو ښځو د «موږ مه وژنئ، مرمۍ به مو خلاصې شي»، «تعلیم زموږ سره کرښه ده»، «امنیت، تعلیم» او «ډوډۍ، کار، ازادي» شعارونه ورکول
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ په يوه مکتوب کې له دولتي او خصوصي پوهنتونو وغوښتل چې د نجونو زده کړې دې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» وي.
يوه بله اعتراض کوونکې ښځه هم وايي، چې طالبانو يې اعتراض په تاوتریخوالي بدل کړی او اعتراض کوونکې یې وهلې ډبولي دي.
اسماعيل په نوم یوه لاریون کوونکي په قهرجنه لهجه وویل، چې له څو مياشتو راهیسې هره ورځ ښار ته د کار په لټه راوځي خو په خبره يې هېڅ ورځ یې کار ندی موندلی.
د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې لاریونوالو د اسلامي همکاریو له سازمان وغوښتل چې د نړیوالو اصولو له مخې دې په سویډني حکومت فشار راوړي تر څو په پېښه کې ښکېل کسان محکمه کړي.