معترضينو وويل، چې «شريعت د ښځو د حذف لپاره يوه بهانه» ده. معترضو ښځو شعار ورکړ چې د ښځو ضعف د ټولنې ضعف دی او د ښځې پياوړتيا د ټولنې پياوړتيا ده.
د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې لاریونوالو د اسلامي همکاریو له سازمان وغوښتل چې د نړیوالو اصولو له مخې دې په سویډني حکومت فشار راوړي تر څو په پېښه کې ښکېل کسان محکمه کړي.
هيواد دغه راز وایي، چې په چمن، کوټې، کراچۍ او نورو ښارونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځيانو «ظلمونه او بې عدالتۍ» نه شي زغملای او په همدې موخه یې د تېرو شپږو ورځو راهیسی پرلت وهلی.
د دې خبرو يوه ويډيو چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، ښاغلی خيرخواه پکې وايي، چې ما له هبت الله اخوندزاده څخه وپوښتل چې «څرنګه د فلسطين ملاتړ وکړو؟ خلک هم غواړي ملاتړ وښيي او لاريونونه وکړي».
پر کاج ښوونیز مرکز د برید په سبا لار د کابل لویدیځ کې یو شمیر میرمنو د «شهید مزاري» سړک او علي جناح روغتون مخې ته پر هزاره ګانو د بریدونو د دوام پر ضد لاریون وکړ.
اسماعيل په نوم یوه لاریون کوونکي په قهرجنه لهجه وویل، چې له څو مياشتو راهیسې هره ورځ ښار ته د کار په لټه راوځي خو په خبره يې هېڅ ورځ یې کار ندی موندلی.
د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو نقض او د افغانستان له ټولو قومونو څخه د يوه ټول شموله حکومت نه جوړول، د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندنې عوامل ګڼل کېږي.
لاريون کوونکو نن (سې شنبه، ۴ د سلواغې) ماسپښین د سويډن هيواد ضد شعارونه ورکول او د دغه هيواد ملي بيرغ ته يې اور ورته کړ.
دغو لاریون کوونکو نن (پنج شنبه،۶ د سلواغې) له غرمې مخکې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د سویډن پرضد شعارونه ورکول او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتنه وکړه چې دهغه چا پر وړاندې دې ودریږي چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي.
دوی د څو ساعتونو لپاره د کابل ــ ګردېز لويه لاره وتړله او له برښنا رياست څخه يې ورته د برښنا ورکولو غوښتنه وکړه.