د دې ولايت د سکتور رييس واصف الله واصفي وويل چې دا کورنۍ د ټاکل شوې کمېټې د سروې پر اساس سروې او په نښه شوې، چې د ORD موسـسې لخوا ور سره مرسته وشوه.
نوموړی زیاتوي، دغه مرستې پر ۵۸۸ بې وزله کورنيو وويشل شوې چې له ډلې یې ۵۳۰ تنې ښځې او ۵۸ نارينه دي.
د حوثيانو تر کنټرول لاندې د کورنيو چارو وزارت وياند ډګروال عبدالخالق الاغري دا پېښه غميزه بللې او ويلي يې دي ملامتيا د هغو ده چې له سيمهييزو چارواکو سره له همغږۍ پرته مرستې وېشي.
رافیلا نن (شنبه، ۲۹ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه د دې خبر په اعلان سره ليکلي، چې په افغانستان کې د ښوونځيو د تغذيې پروګرام په ښوونځي کې د نومليکنې او شاګردانو له حاضرېدلو سره هم مرسته کوي.
اروپايي ټولنې ويلي، چې د دې اتحاديې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د خوړو کړکېچ ته په رسيدګي کې مرسته وکړي. په افغانستان کې تقريبا نيمايي نفوس د خوړو په برخه کې له سختې ناامنۍ سره مخ دی.
دغه مرسته چې ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې له لوري تر اړمنو کورنيو ورسوله مسئولينو يې وويل، دوى بې وزله کورنۍ د يوې سروې له مخې په نښه کړې وې او اوس یې ورته دغه مرسته ورسوله.
يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې په خپله طالبان نشي کولای له استادانو سره مرسته وکړي، د «يهودو او نصاراو» مرسته دې دهغوی له معاش نه ګرځوي.
يونيسف ويلي، چې دا پيسې به د درسي ټولګيو پر جوړونې او بيارغونې، د تشنابونو پر جوړولو، په ښوونځيو کې د لاس وينځلو لپاره د امکاناتو پر برابرولو او چارديوالي پر جوړولو ولګېږي.
اروپايي استازولۍ پر خپله ايکس پاڼه ليکلي: «موږ له آی او ايم سره په ګډه غواړو ډاډ ورکړو چې راستنیدونکي د خوندیتوب احساس کوي او کولای شي هغه ملاتړ ته لاسرسی ولري چې د کورني احساس لپاره ورته اړتيا لري.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس، د سپټمبر مياشتې له نيمايي بيا تراوسه له پاکستانه افغانستان ته تر ۳۲۷ زره زيات کډوال او پناه غوښتونکي راغلي دي.