طالب چارواکي وایي، افغانستان کې جګړو، بېوزلي او نورو ستونزو ګڼ ماشومان بې سرپرسته کړي چې ډېری یې د ښارونو په لارو کوڅو کې په خیرات ټولولو او یا درنو کارونو بوخت دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی پر ځایې طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو له لوري پر خپلو خپلوانو او پلویانو وېشل کېږي.
اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د...
د تورخم ګمرک لپاره د طالبانو امر رفیع الله پاچاخان ویلي، چې دغه تاریخي آثار تېره ورځ (دوشنبه، ۱۳ د وږي) مازدیګر مهال د یاد ګمرک د کار کوونکو له لوري نیول شوي دي.
د تورخم لپاره د طالبانو د اطلاعاتو لوی مدير عرفات مهاجر نن (شنبه، ۷ د زمري) وویل، دغه جعلي اسناد په پاکستان کې جوړ شوي وو او د تورخم له لارې هېواد ته د رالېږدولو پرمهال نیول شوي دي.
د لغمان د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال بانک په مالی مرسته د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له ٤٦ بې وزله ، کونډو او بی سرپرسته کورنیو ته د لس-لس زره افغانيو معادل خوارکي توکي ویشل شوي دي.
د ننګرهار حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو متخصص او د یادې څانګې مسوول ډاکټر سید محمد محمدي وایي، چې د روان لمریز کال له پېل تر دې دمه ٩٦٠ پر شري اخته ماشومان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې له ډلې یې ١٩ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان د ترافیکو مدیریت چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشالی کمر» سیمه کي یو فلډر او سراچه موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې پرمهال یې دواړو موټرو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د باختر خبري اژانس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سرتیرو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پر مهال په درېیو سوداګریزو محمولو کې پنځه زره او ٨٨ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد «امونیم نایټریټ» نیولي دي.
د تورخم لپاره د طالبانو کميسار مولوي قسمت الله مبارز وایي، چې پېښه تېره ورځ مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې چې یاد ماشوم له پاکستان لوري افغانستان ته ځینې توکي را اړول چې پر همدې مهال ټیلر موټر وهلی دی.