نوموړی زیاته کړه جګړه اوسمهال هم دوام لري، خو نوموړي د مرګ ژوبلې شمېرې و نه ویلې. هغه زیاته کړه: «وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال درې امنیتی پوستې سقوط کړي دي. جګړه لا هم دوام لري.»
معلولینو له روسیې، چین او نورو هېوادونو هم وغوښتل چې د طالبانو اوسنی حکومت دې په رسمیت وپېژني.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وایي، نن (چهارشنبه، ۱۵ د سلواغې) سهار اته بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د چپرهار زړې هډې سیمه کې ناپيژنده وسله والو یو تن وژلی.
د هسکې مېنې روغتیایي مسوولینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې ولسوالۍ په تړلې کنډو سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو له شوې او روانې جګړې له امله ورته ۱۶ تنه ټپیان وروړل شوي، چې یو یې ملکي او ۱۵ نور یې محلي او نور افغان ځواکونه دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۹ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د داعش ډلې دغه غړی تېره شپه د ملي امنیت اړوند «صفر۲» قعطې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو ترڅ کې نیولی دی.
د دې ولایت د برېښنا رئيس غلام حیدرفقیرزي نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې، سږکال يې تر دې دمه ۴۴۰ ميلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
ځایي خلکو د یاد قومي مشر د وژل کیدو په غبرګون د تورخم-جلال اباد لویه لاره هم د دوه ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او د طالبانو د سرپرست حکومت یې غوښتنه کوله چې د یاد قومي مشر قاتلین دې ونیسي.
د تښتوول شوي ډاکتر د کورنۍ غړي وایي، چې د ډاکتر منهاج الدین له تښتوول کیدو وروسته ترې د هغه د راخوشې کیدو په بدل کې د پېسو غوښتنه هم شوې.
اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې له پاکستاني لوري سره د خبرو په پايله کې د تورخم...
فریدخان زیاتوي: «پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې پولیسو په یو کنډواله کور کې زرګونه فیره د درنو او سپکو وسلو مرمۍ او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي.»