د سرچينو د معلوماتو له مخې، د يکاولنګ ولسوالۍ د «بکک» کوتل لار له پرون (یکشنبه، ۲۲ د لړم) راهيسې تړل شوې او لسګونه مسافر بند پاتې دي.
د باميانو لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رييس عبد الخالق حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې په څو مسيرونو کې د واورې پاک کاري پېل شوې ده.
جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي ويلي، چې درنې واورې او سړې هوا د دې سبب شوي چې د دې ولايت اوسېدونکو ته مالي او ځاني تلفات ورسوي.
پلفي کوتل خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالۍ د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار سره نښلوي.
محسني وايي، چې د واورې ښوييدنې په نننۍ پېښه کې د فيض الرحمان په نوم د کور مالک له خپلې ښځې، يوې لور او دوو زامنو سره ژوبل شوي دي او يو شپږ کلن هلک ورک دی.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې تر دويمې خبرتيا پورې دې پر دې لار سفر نه کوي. د سالنګ لويه لار کابل د هيواد له شمال سره تړي.
بادغيس کې د طالبانو د والي وياند احمد جان حنظله نن (يکشنبه، ۲۵ د مرغومي) وویل، چې په مړو شويو ماشومانو کې د درې نجونو ترڅنګ يو کم عمره هلک هم شامل دی.
له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه يوه ځايي سرچينه وايي، چې مړه شوي ماشومان د «رزک»، «فريسک» او «خاک پتاو» ولسواليو دي او عمرونه يې له دريو مياشتو څخه نيولې بيا تر دريو کلونو پورې و.
په شغنان ولسوالۍ کې د يوې بلې پېښي له امله واورې ښوييدنې د تيلو يو ټانکر موټر له درې نفره سوارليو سره له لارې اړولی او په آمو سيند کې يې غرق کړی دی.
د کوف آف لپاره د طالبانو ولسوال عبد القدير قادري دا پېښه تاييدوي او وایي، چې په وروستيو ورځو کې د سختې واورې ورېدو له امله څو نورې ښوييدنې هم شوي خو ځاني تلفات نه لري، مګر مالي زيانونه يې رسولي دي.