په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري وايي، چې په دې چاودنه کې يو نفر وژل شوی او اته نور ژوبل دي. د ده په وينا، په ژوبلو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.
د سرچينې په وينا، چې ځانمرګي بريدګر خپل ځان دويم پوړ کې د طالبانو د والي دفتر ته رسولی او خپلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې.
محمدي همدا راز وايي، چې په موترسايکل کې يو ځای پر ځای شوی ماين د امام ابوحنيفه مسجد په دروازه کې چاودلی چې ځاني تلفات نه لري.
د پېښور د پوليسو د مشر په وينا، ليډي ريډينګ روغتون ته تر ۲۰۰ زيات ژوبل کسان راوړل شوي چې تر سلو د زياتو کسانو درملنه روانه ده او نور رخصت شوي دي.
هغه وويل، چې تر ٢٠ زيات مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې ډېرى قربانيان يې د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي دي.
د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې تر ۱۰ زيات خبريالان ژوبل شوي دي. د ځينو خبريالانو وضعيت نازک ښودل شوی.
د جيونيوز له راپور سره سم، پاکستاني پوليس وايي، چې دا چاودنه نن (يکشنبه، ۷ د کب) په راخني بازار کې شوې ده.
متقي وویل: «د پاکستان له وزیرانو هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا پر بام نه اچوي. خپل مشکلات دې خپل کور کې وګوري. موږ مشوره ورکوو چې د پیښور چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ.»
د پاکستان ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، د پاکستان امنيتي چارواکي مني چې دا بريد ځانمرګی و او ويلي يې دي چې ځانمرګی د چاودنې پر مهال د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ و.
وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وياند عبد النافع ټکور ويلي و چې دا چاودنه نن (يکشنبه، ۱۱ د مرغومي) سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په باندينۍ دروازه کې شوې.