په محمداغې ولسوالۍ کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، چې لېسې ته یې تازه را کامیاب شوي ښوونکي تر ډېره د طالبانو پلویان او یا یې هم د کورنۍ غړي دي.
د دوآب ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي بسم الله د نورستان له ولایتي او مرکزي ادارو غوښتنه کوي، چې په دغې ولسوالۍ کې دې د مسلکي ښوونکو تشې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې د شته ستونزو د حل په موخه رښتیني ګامونه واخلي.
څو مياشتې وړاندې د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې حق الزحمه ښوونکي له دندو لرې شوي او د نويو ګمارل کېدونکو حق الزحمه ښوونکي ازموينې هم ځنډول شوې دي.
د بلخ د مسلکي او تخنيکي زدکړو د مرکز يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی ته د تلې پر ۱۸مه د يونيسف له خوا ۱۸ زره نغدي مرسته ورکړل شوې وه.
د ښوونځيو زده کوونکي هم د طالبانو له لوري د مسلکي ښوونکو له دندو ګوښه کیدو اندیښمن کړي او وایي، کوم ښوونکي چې اوس تازه د طالبانو له لوري ګمارل شوي غیر مسلکي او سخت دریزه دي.
شاه محمود چې د یو زده کوونکي پلار دی وایي، که پوهنې ریاست په یاده برخه کې جدي اقدامات ونه کړي نو له دولسم ټولګي فارغیدونکي زده کوونکي به د لوړو زده کړو چانس ونه لري.
د نورستان لپاره د طالبانو د پوهنې رییس وایي، یاد بستونه د پوهنې وزارت لخوا د دې ولایت پوهنې رياست ته په واک کې ورکړل شوي دي، چې ډیر ژر به د ښوونکو د استخدام پروسه پېل کړي.
دوی شکايت کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو او د ښوونکي په ورځ ور سره تکراري ژمنې کيږي، خو نور به په ژمنو ونه غوليږي او که په دې برخه کې عملي اقدام ونه ويني، ښوونځي به وتړي.
د ارزګان لپاره د طالبانو والي بیا په خپلو څرګندونو زیاته کړه چې دوی د خلکو ستونزې تر خپل مشرتابه پورې رسولي او په حل لارو یې کار روان دی.
لوګر کې د طالبانو د پوهنې رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياد ښوونکي يې سږ کال په بېلابېلو ښوونځيو کې جذب کړي، چې ۱۵۰ ښځینه ښوونکې هم په کې شاملې دي.