اوچا زیاته کړې، چې د مارچ پر ۲۱مه او له ۲۶مې څخه تر ۲۷مې پورې د سختو بارانونو له کبله اووه تنه مړه شوي او ۳۸۴ کورونه زيانمن شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشید وایي، چې دغه کورونه د تېرو دوو ورځو پرلپسې ورښتونو له کبله نړیدلي دي.
د کندهار د ښار ترڅنګ ډنډ، دامان، ژېړۍ، ارغنداب او پنجوايي يو له هغو ولسواليو څخه دي چې اوسمهال پهکې په زیاته اندازه کرنيزې ځمکې او باغونه له منځه وړل شوي.
ننګرهار کې سیلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي، چې د سرپنا، څښاک اوبو او خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي خو تراوسه ورسره مرستندویه ادارو مرسته نه ده کړې.
یاد کورونه د ۱۸۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دریو میاشتو په کاري موده کې بشپړ او ځايي زلزله ځپلو ته د اوسېدو په موخه وسپارل شول.
احساس زیاتوي، چې وروستیو ورښتونو د کونړ د مرکز اسعد اباد په ګډون په چپې درې، خاص کونړ، ناړۍ، مرورې، نرنګ، سرکاڼو او اسمار ولسوالیو کې د سر او مال زیانونه اړولي دي.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې ياد کورونه یې د ۴.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ او تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د تلې) یې ځايي اوسېدونکو ته د اوسېدو لپاره سپارلي دي.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو بېړنیو پېښو ته د رسېدو رییس مطیع الله منصور وايي، د جوړو شویو ۵۰ کورونو له ډلې په هر یو ۲۱۶۰۰۰ افغانۍ مصرف شوی.
په خوست او پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي، چې لاهم په ځینو لېرې پرتو سیمو کې زلزله ځپلي خلک په ستونزو کې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
پکتیکا کې د طالبانو د بېړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې ریس وایي، چې په یادو ۳۸ کورونو څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د ځايي خلکو د سرپنا برخه کې به شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.