د لوګر اوسیدونکي د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د مرکز سربېره د لېرې پرتو ولسواليو له درملتونونو هم څارنه وکړي.
څرخ، خوشي، ازره، خروار او ځینې نورې د لوګر ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې خلک یې تر نورو ډېر په مخابراتو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د لوګر خلک د درمل پلورونکو سربېره د هغو پاکستانۍ کمپنيو د فعاليتونو د بندېدو غوښتنه کوي، چې هيواد او په تېره بیا لوګر ته ټيټ کيفيته درمل راوړي او دلته يې د خپل کاروبار د غوړېدو لپاره په درملتونونو پلوري.
لوګر کې صدف، ضیاء انصاف او ځینې نور د پروسېس هغه مرکزونه دي، چې تر نورو ډېر لبنیات پروسېس کوي، په دغو مرکزونو کې په کار بوخت ځوانان وايي، دوی ته هر ورځ شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ سلګونه لېټره شېدې د پروسېس لپاره راوړي.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي شمس الله محمدي وايي، دغه ترافيکي پېښه تېره ورځ د المار-ميمنې پر لويه لاره د «الملیک» په سيمه کې رامنځته شوې ده.
لوګر کې د مس عينک، د څرخ ولسوالۍ په نهايي کلي کې لرغونې څاه، په برکي برک ولسوالۍ کې د جمشيد تخت، د کافرانو تپه او ځينې نورې هغه لرغونې ځايونه او کلاوې دي چې د ورښتونو له امله تخريب شوي.
لوګر کې د طالبانو د پوهنې رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياد ښوونکي يې سږ کال په بېلابېلو ښوونځيو کې جذب کړي، چې ۱۵۰ ښځینه ښوونکې هم په کې شاملې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد مرکز کې د ديني زده کړو سربېره نجونو ته د ښځينه ښوونکو له خوا عصري زده کړې هم ورکول کېږي.
په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې تل د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین له دې امله د نجونو ښوونځیو د خلاصون او نه خلاصون په اړه له نظر ورکولو ډډه کوي، چې دا موضوع له خپل صلاحیته پورته او د خپلو مشرانو کار بولي.
د کبانو روزونکي وايي، که اړونده ادارې ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي نو دغه ولايت به د کبانو په يو توليدي ولايت بدل او شته اړتياوې به پوره کړل شي.