کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکي هم د پېښې پخلی کوي او وایي، چې زوم د خپل خسر له وژل کیدو وروسته نیول شوی او اوس مهال په ولسوالۍ کې تر څیړنو لاندې دی.
سرچینه زیاتوي، یاده میرمن د خپل خاوند د ورور (لیور) له لوري د چړې په ګوزارونو وژل شوې چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی یادوي.
یادې پيغلې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان د کابل سیند ته غورځولی، چې مړی یې تیره شپه ناوخته بهسودو پله ته څیرمه د کورنۍ غړو ترلاسه کړی دی.
خوست کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاد کس تېره شپه خپله مور، لور او یو زوی وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دي.
زموږ د پښتني ټولنې په ډېری کورونو کې پلرونه يا هم مشران وروڼه ديکتاتوران دي او د نورو د شخصي ژوند فيصلې په خپله کوي. هغوی پکې ځکه د خبرو حق نه لري چې تر ده په عمر کې کشر دی او دي.
د سرچینې په خبره په یاده سیمه کې یو کس له خپل ورور سره د پېسو پر سر لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پرې ډزې کړي، چې پرمهال یې خپل وراره په ډزو وژلی او ورور او خپله مور یې ټپيان کړي دي.
لغمان کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې طالب سرتیرو هغه کس نیولی چې تXره ورځ یې په الینګار ولسوالۍ کې خپل تره په ډزو وژلی و.
سرچینه زیاتوي، دغه زوی او پلار اصلي د کندهار ښار اوسیدونکي او پر یوې کورنۍ موضوع یې سره شخړه کړې چې له امله یې زوی پورته شوی او پلار یې په ډزو وژلی دی.
يوې سرچينې وويل، چې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ په توپنچې ځان ويشتی او وژلی دی. سرچينې د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل کورنی تاوتريخوالی بللی دی.
په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي دا خبر تاييدوي او وايي، چې دې ځوان لومړی خپله مور د چاقو په ګزار سره وژلې او وروسته يې د هغې مړی سوځولی دی.