د ننګرهار اوسیدونکی مسعود چې لس کلن ځوی یې پر خوارځواکۍ اخته شوي او د درملنې په موخه یې سیمه ییز روغتون ته را انتقال کړی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله دولتي روغتون ته راغلی، خو دلته هم روغتیایې خدمات څه ډول چې لازمه ده نه ترسره کېږي.
د خوست ولایت یو تن قومي مشر اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغه چې په دندو دي له خپلو دندو ګوښه نه کړي.
ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د اقتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.
ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یاد کس په دې وروستیو کې خپل عصبي توازون له لاسه ورکړی و، نو ځکه خو یې ځان وژنه کړې ده.
په هلمند کې د باختر اژانس خبریال ګل محمد غورځنګ وایي، چې له تیرو دو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.
حيران تر دې دمه درې فلمونه جوړ او خپاره کړي او وايي، که زمینه ورته برابره شي له دې به ښه فلمونه د هنر له لارې تر مینه والو ورسوي. امین حیران له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د فلم جوړونې سربېره له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د موټر جوړونې په ورکشاپ کې د ښوونکي ترڅنګ ورزشکار استاد هم پاتې شوی دی.
د عزت الله په څېر سلګونه نور را ستانه شوي، چې په کوزه پښتونخوا کې یې د ژوند چارې برابرې او د خپلې کورنۍ لپاره یې یوه مړۍ حلاله نفقه برابرولی شوه، دلته کونړ ته په راتګ سره د ژوند له سختو ننګونو سره مخ دي.
لغمان کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې ريیس محمد فهیم صدیقي په دغه ولايت کې پر ښکار بنديز تاييدوي او وايي، پر ښکار یې له بندیز موخه د چاپېريال ساتنې اصولو او مقرراتو پلي کول دي.
هغه زده کوونکو چې په تيرو وختونو کې د ارزګان په خصوصي مرکزونو کې زده کړي کولې زياتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې اوس زده کړو ته شا کړې او په ښار کې د خپلې کورنۍ لپاره په شاقه کارونو بوخت دي.
زیاتره افغان کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سربیره د طالبانو له لوري د ځینو محدودیتونو له امله هم اړې شوي، چې خپل هیواد پریږدي او پاکستان ته کډوال شي.