د چين د زلزلې د مرکز په وينا، د دې زلزلې مرکز د چين د پولې په ۸۲ کيلومترۍ کې و او د کاشغر او آرتوکس په شمول په لوېديځ شينکيانګ کې په قوي ډول احساس شوې ده.
پاکستان تاجکستان ته ډاډ ورکړی چې د تاجکستان له وسله والو ځواکونو سره به د اطلاعاتو په برخه کې د ظرفيت جوړونې او فني تخصص د شريکولو په لړ کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
خاور ليکلي، چې امام علي رحمان او ايمانقلي تاسماګامبتوف له شته خطرونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ډلهييز امنيتي تړون د سازمان ظرفيت لوړول مهم بللي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امام علي رحمان په دې لیدنه کې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې سوله او ثبات یاد کړی او ویلې یې دي: «تاجکستان د افغانستان ملګری او متحد دی او افغانستان کې د سولې له هڅو د اسلامي جمهوریت او د افغانستان خلکو له پرېکړو ملاتړ کوي.»
د بلخي په وينا، د طالبانو پلاوي په خاروخ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د ودانۍ د بيا رغونې لپاره خپلې پايلې د دې ډلې د بهرنيو چارو له وزارت سره شريکې کړې دي.
د اسیا پلس د راپور له مخې، د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر د روان کال په جنورۍ میاشت کې خبر ورکړی و چې افغانستان د برېښنا د وارداتو له درکه د دغه هیواد ۳۳ میلیونه ډالر پوروړی دی.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزرات مرستيال فرهاد سليم د دې غونډې په پېل کې وويل، چې تروريستي ډلې په افغانستان کې زياتې شوي او په دې لړ کې يې د داعش او القاعده ډلو نومونه یاد کړل.
د ايران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سيال سره په ليدنه کې د تروريزم پر وړاندې په مقابله کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
تاسماګمبتوف ويلي، چې مسوده د ټوليز امنيت د سازمان د دايمي شورا له لوري تايید شوې او په غړو هيوادونو کې له بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ لپاره ليږل شوې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست زياته کړې چې «مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په توليدولو» سره هڅه کوي چې له افغانستانه د سيمې او نړۍ هيوادونو ته انديښنې پیدا کړي او له دې لارې خپلو مادي او سياسي امتيازاتو او موخو ته لاسرسی پيدا کړي.