د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي بیا د دغه لابرابوار د پرانیستې په مراسمو کې خبرداری ورکړ او ویې ویل، کوم سوداګر چې هيواد ته بې کيفيته درمل او خوراکي توکي واردوي
کاري جوازونه به ترې واخيستل شي.
د جلال اباد ښاریان هر کال د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او د نرخونو د نه کنټرول په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین پاتې بولي.
هټۍ وال وايي، چې د توکو بیې دوی نه لوړوي بلکې هغه مالونه چې دوی یې له ګاونډیو هیوادونو او یا هم پلازمینې کابل څخه اخلي، دوی ته په لوړه بیه تمامیږي.
د ارزګان لپاره د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وایي، چې يادې مرستې هغه کسانو ته ویشل کيږي چې په روان ژمي کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وي.
د دې ولايت يو اوسيدونکی محمدشفيق وايي، چې د پاکستانۍ کالدارو په بنديدو سره يو شمير هټۍوالو پر خپل سر نږدې د ټولو توکو نرخونه لوړ کړي دي.
د کونړ د مرکز اوسېدونکی منګل خان د اسعد اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین تورنوي، چې د توکو د پلور لپاره یې نرخونه نه دي ټاکلي، چې سوداګر او هټۍ وال یې لا زړور کړي.
دا مرستې داسې مهال وېشل کیږي، چې اړمن خلک له دې امله نیوکه کوي او وایي، چې د مرستو په لیست کې تر ډېره د طالبانو کورنۍ نیول کېږي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی حضرت الله وایي، له کله چې د تورخم لاره تړل شوې ورسره سم په جلال اباد ښار او د ولسوالیو په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.