خوست کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند په «داخیو» سیمه د طالبانو رنجر موټر یو ۱۰ کلن ماشوم وهلی او مړ شوی دی.
په خوست ولایت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست طالب مسوولین وايي، د تېرو دوو ورځو راهیسې د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
خوست کې د هټيو مالکان وايي، د طالبانو د ښاروالۍ له خوا پر دوی ټاکل شوې ماليه د پخوا په پرتله زياته شوې چې اوس يې د ورکړې توان نه لري او په خبره يې که وضعيت همداسې دوام وکړي مجبور دي چې خپلې هټۍ او مارکېټونه وتړي.
موسی خېل چې د خوست نسبتاً ګڼ نفوسه ولسوالۍ ګڼل کیږي، خلک یې د طالبانو له حکومت څخه په رغونې، پوهنې او ځوانانو ته د کار برخو کې د شته ستونزو هوارېدل غواړي.
د پوهنې رياست طالب مسوولينو د دې ازموينې موخه نه دی څرګنده کړې، خو په دغه ولايت کې يو ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي په دولتي لېسو کې د هغو ښوونکو د ګوښه کېدو لپاره اخيستل کېږي چې له اوسني نظام سره فکري مخالفت لري او يا يې هم د کورنۍ غړو په تېر نظام کې نظامي دندې ترسره کړې وي.
په خوست کې يوه برخه ښځې چې په خپل شخصي لګښت د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د توليداتو لپاره يې پيرېدونکي کمرنګه او هټۍ وال يې هم په مناسبه بيه ترې نه پیري.
دا لوبې چې د افریل په ۲۹مه نېټه د خوست په مرکز کې پېل شوې وې د هیواد له بېلابېلو زونونو پکې څلورو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز، میوند ډیفینډرز او جونیر چیمپینز برخه اخیستې وه.
دوی دغه اقدام تېره ورځ (شنبه،۲ د مرغومي) کړی او د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره يې د ولور نه اخيستو سربېره د نورو بېځايه مصارفو له کولو هم مخنيوی کړی او ويلي دي، چې يوازې به دوه تولې سره زر نجلۍ ته اخلي.
خوست د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې تر شاوخوا ۸۰ سلنه کوچني موټر قانوني اسناد نه لري او د نوې پروسې له لارې ورته موقت اسناد ورکول کیږي.
په ګلان کمپ کې ميشت دغه کډوال وايي، د بشري مرستو برخه کې د دوی د کورنيو د غړو ليستونه ايستل شوي او مرستې نورو خلکو ته ورکړل شوې دي.