طالبان د ښځو په تړاو د بشري حقونو تر ټولو بنسټيز قواعد چې په مهمو نړيوالو اسنادو کې راغلي او د نړۍ اکثريت هيوادونو منلي او افغانستان هم د دې اسنادو غړيتوب لري، نقض کوي.
بېنټ وویل، افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو کې لوی شاتګ راغلی، داسې بدلون چې «ښايي په تاریخ کې یې کم ساری وي.»
ده زياته کړې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنيز ژوند څخه حذف شوي او په ډېری ځايونو کې يې جنسي او د حاملهتوب حقونه شاته غورځول شوي دي.
ښځه نه يوازې دا چې د خپل ځان په اړه واک نه لري، له دې سره – سره له ځينو هغو حقونو هم بې برخې ده چې په عرفي او کلتوري توګه پرې اعتراف کېږي.
په دې لیکنه کې غواړم چې په افغانستان کې د شاه امان الله له دورې څخه تر نن ورځې پورې د ښځو تاریخ او فعالیتونو په اړه وغږېږم، او وښیم چې افغان میرمنو د خپل هیواد له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو لوړو ژورو سره څه ډول تطابق کړی.
په سرپټو او پټو ځايونو کې اعتراضي غونډې، د ښار پر ديوالونو د انځورونو او اعلاميو لګول، په رسنيو کې د چادري اغوستو ښځو د نڅا ويډيو خپرول، نقاشي او... هغه نوي تکتيکونه دي چې معترضې ښځې کار ترې اخلي.
د اعتراضي خوځښتونو ايتلاف ويلي، چې دا غږونه د افغانستان د ښځو واقعي اواز نه دی او «کومه ښځه چې پر انساني کرامت باور ولري له يوې تروريستې ډلې سره د خبرو او تعامل وړانديز نه کوي».
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بلاول بوټو زرداري او فيصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې له امنيت، ثبات او سولې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د طالبانو وياند ليکلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقایقو سره سر نه خوري.»
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ملاهبت الله اخوندزاده په خواله ویل شوي، د شریعت تطبیق ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.