یوې سوداګرې وویل، چې په دې پروګرام کې د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو لپاره امرینې وټاکل شوې او دغه راز د زون په سطحه دفتر یې په ننګرهار کې پرانستل شو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، چې پرمهال به یې په ټول ختیځ کې څه باندې اته لکه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
نموړی زیاتوي، چې یاده پیښه کې یو سراچه ډوله موټر د سړک په غاړه دوه کسان وهلي چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ژوبل شوی دی.
ورته مهال د سیمې اوسیدونکی زبیر مومند وایي، چې یاده پیښه کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د پنځو ښځو په ګډون ٨ نارينه ټپيان دي.
اسدالله دولتزی د الیشنګ ولسوالۍ د موقعیت بدلون په اړه وایي چې دا کار یې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پرېکړو پر بنسټ کړی دی.
کونړ کې د طالبانو روغتیايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد آباد او ولسوالیو کې د پولیو ضد کمپاین پېل شوی، چې له مخې به یې ۲ سوه زره له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي او د وېټامین اې کپسول ورکړل شي.
سیمه کې ځایي خلک او قومي مشر ملک شاه ولي وایي، د مرکز مهترلام بدیع اباد اړوند پوستې سرتیري بیا د ځایي قومي مخورو په منځګړیتوب له وسله والو طالبانو سره له مقاومت پرته له سیمې ویستل شوي دي او د سرتیرو له وتلو وروسته طالبانو یادې پوستې ته اور اچولی چې تصویرونه یې په ټولینزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.
سهار شپږ نیمې بجې د کابل _ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «خیروخېلو» سیمه کې یوې «بکسه ډوله» موټر له «خاور» موټر سره ټکر کړی، چې له امله یي څلور تنه ټپیان شوي.
لغمان لپاره د طالبانو ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایي، چې پېښه نن (پنج شنبه، ۲۵ دکب) غرمه مهال د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې» سیمه کې شوې.
د سیمې یو اوسیدونکي شاهد الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دې اورلګېدنې شاوخوا درې میلیونه افغانۍ مالي زیان هټیوالو ته اړولی دی.