د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې د ويانا غونډه د اقدام په غوښتنې سره پای ته ورسیده او له ښکېلو اړخونو وغوښتل شول چې په افغانستان کې د رواني روغتيا په خدماتو او د نشه يي توکو د استعمال د زيانونو په مخنيوي کې همکاري وکړي.
اطلاعات روز: له نشه يي توکو سره د ايران د مبارزې عمومي مشر سکندر مومني ويلي، چې دا هيواد له...
د متحده ايالاتو د نشه يي توکو دفتر نن (یکشنبه، ۱۹ د وږي) په خپل خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې ميټ تر ډېره حده له هغو شيانو جوړېږي چې په قانوني توګه د لاسرسي وړ وي او يا هم له ایفیدرا نبات څخه جوړېږي چې په طبيعت کې را زرغونېږي.
د خان محمود په نوم کروندګر وایي، چې سږکال يې پخپله ځمکه د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي خو په خبره يې چې د ټيټې بیې له کبله د کوکنارو بديل نه شي کېدلای.
د سويلي حوزې په کچه د معتادينو لوی روغتيایي مرکز کې د کندهار سربېره د هلمند، نيمروز، زابل او ارزګان يو شمېر هغه معتادين ساتل کېږي او درملنه يې روانه ده چې پر نشو د اخته کېدو کیسه يې ایرانه پېل شوې.
ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي، په دې ولایت کې تر ۲۵۰۰۰ زيات کسان په نشه یي توکو روږدي شوي او د درملنې لپاره يې یوازې يو ۲۰ بستريز روغتون شتون لري.
پنځه ديرش کلنه نور بي بي د همدغو مېرمنو له ډلې څخه ده. د نوموړې ۲۱ کاله د واده کېږي او ۱۱ کاله یې پر نشه یې توکو د اخته کیدلو، چې اوس ورته د نشې پرېښودل ګران شوي او د ګړاوونو ډک ژوند تیروي.
د نشه يي موادو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیر حمیدګل وايي، د ډیله سربېره یې د ولسوالیو له امنیتي مسوولینو سره په ګډه هڅې پېل کړي، چې پاتې سیمې هم له نشه يي بوټو پاکې او چاته یې د کر اجازه ور نه کړي.
دغه راز د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ د نشي توکو پر وړاندې د مبارزي مدير وايي، چې دوی غواړي د نشته یي توکو د قاچاق کوونکو پر وړاندې خپل عملیات دوه برابره زیات کړي.
عبدالخالق مطيع وويل:« د دې سروې اصلي هدف د کوکنارو د کرلو لاملونه پيداکول، د کوکنارو د کښت بديل په اړه ستونزې په ګوته کول او حقيقي ارقام راټولول دي.»