د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۶ د لړم) د جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند «نارنج باغ» سیمه کې را منځته شوې ده.
دا ټکر د مرکزي ښار لاريسا څخه دباندې تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د کب) ناوخته هغه مهال وشو چې کله يو مسافر وړونکی اورګاډی له اتن څخه شمالي ښار تيسالونيکي ته روان و.
سهار شپږ نیمې بجې د کابل _ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «خیروخېلو» سیمه کې یوې «بکسه ډوله» موټر له «خاور» موټر سره ټکر کړی، چې له امله یي څلور تنه ټپیان شوي.
حریفال زیاتوي، په دې پېښه کې د نارينه او ښځو په ګډون نهه تنه مړه او ٣١ نور ټپيان شوي، د هغه په وينا، ټپيان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «څلورم فارم» سیمه کې د یو باروړنکي ټیلر موټر او موټر سایکل ټکر شوي، چې له امله یې په موټر سایکل سپاره دوه کسان وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: «نن سهار هلته مونږ ولاړو و، چې هډې اخنذاده په لاره دوه الټو موټر ټکر وکړ. درې کسه ځای پر ځای مړه و او څلور ټپیان وو.»