د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کانونو رییس سیدرحیم عمیر وایي، دوی له اړوند وزارت سره په دې هڅه کې دي چې د کانونو د استخراج په برخه کې د یوه معلوم طرزالعمل له مخې مخکې ولاړ شي.
نن د افغانستان بااستعداده نجونې او ښځې د خپل ژوند له تر ټولو بنسټيزو حقونو محرومې د کورونو په څلورو ديوالونو کې بندې دي. لومړۍ ګناه يې داده چې ښځې دي .
ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د اقتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.
ارزګان کې یو شمیر روغتیاپالان وايي، چې ځینې ډاکټران او درمل پلورونکي د خپلې ګټې لپاره یو له بل سره شریک شوي او خلکو ته خراب درمل ورکوي.
په دې ليکنه کې د تېر يوه کال پر مهال د افغانستان اقتصادي وضعيت د بېلابېلو اقتصادي شاخصونو له اړخه ارزول شوی دی، لکه اقتصادي وده، صادرات او واردات، کلنی سړي سر عايد، پاړسوب، داخلي عوايد...
سېلابونو په کامې ولسوالۍ کې د مولوي روح الله استوګنځای نه بلکې سلګونه نور کورونه هم ړنګ کړي او د ځایي اوسیدونکو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
په پکتیا او پکتیکا کې طالبانو نه دي توانیدلي چې نیمګړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري، په داسې حال کې چې مسوولین یې د کافي عوایدو د راجمع کېدو خبره کوي.
د یوه خیریه بنسټ مسوول وایي، چې د مرستو د ویش پرمهال د طالبانو له لوري اړ شوی چې یا په خپله ځایي طالبانو او یا یې خپلوانو ته مرستې ورکړي.
که استبداد له خپلې مستبدې تګلارې عبرت وانخلي او راونه ګرزي، نو بيا يې پر وړاندې د پرګنو غبرګون ډېر سخت وي. تاريخ د هر استبداد د پایته رسېدلو لپاره همدا برخليک ليکلی دی.
ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين هم تاييدوي چې په دې ولايت کې په ښځينه ښوونځيو کې زده کوونکې د نورو ستونزو ترڅنګ د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.