خلک وایي، کوڅه ډب سپې د شپې لخوا په ډلییزه توګه پر خلکو حملې کوي او د اندیښنې ځای دا دی چې ښایي دا سپي په خطرناکو لا علاجه ناروغیو اخته وي او د غاښونو له لارې یې انسانانو ته ور انتقال شي.
د مصنوعي ځيرکتيا په اړه په پراخه کچه خبرې کېږي. دا نوی را پيدا شوی ځواک د انسان رقیب دی او که يې ملګری؟ دا ليکنه چې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ده، عبدالرزاق وحيدي پکې په دې اړه ځينو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
په سرپټو او پټو ځايونو کې اعتراضي غونډې، د ښار پر ديوالونو د انځورونو او اعلاميو لګول، په رسنيو کې د چادري اغوستو ښځو د نڅا ويډيو خپرول، نقاشي او... هغه نوي تکتيکونه دي چې معترضې ښځې کار ترې اخلي.
تخار ولایت کې دوو ځايي سرچینو اطلاعات روز ته ویلي، چې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ۳۲۰ وسله وال کسان ځای پر ځای شوي دي.