یو ناروغ وایي، له یوې خوا سخته ګرمي او له بلخوا د ټوکنو په ویش کې فساد، بې نوبتي او واسطې هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان په اسانۍ د ټوکن په اخیستلو نه توانیږي.
د کندهار خلک شکایت کوي چې دغلته د بې کیفیته درملو پلور زیات شوی او ان د ځینو مشهورو کمپنیو درمل هم په خراب کیفیت واردیږي چې د طالبانو مسوولو ادارو یې د مخنیوي په برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.
دا راپور په طالبانو کې د واک د اصلي برخوالو تر منځ د قبيلوي اړيکو له اړخه د طالبانو له اوسنيو موجودو واقعيتونو څخه يو څرک دی.