ریاض وایي، چې چاودنه د روسانو د وخت یوه پاتي شوي ماین له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو کوچنی هلک او نجلۍ وژل شوي او یوه ښځه ټپي ده.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، ياده پېښه پرون (جمعه، ۱۱ د وري) ناوخته د شاجوی ولسوالۍ اړوند «سره غره» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په دې ولايت کې د طالبانو امنيتي چارواکي وايي، دغه ماین چاودنه تېره ورځ (جمعه، ۲۵ د وري) د میانشین ولسوالۍ اړوند «خاشکشي کلي» رامنځته شوې ده.
د انس په خبره چې دا ماین پخوانی و او هغه مهال یې چاودنه کړې چې یاد کس د خپل کور په داخل کې د یوې خونې د جوړېدو بنسټ ډبره اېښودله.
پولیس زیاتوي، دغو کسانو د خپل کباړ په دوکان کې یو ناچاودی ماین ټکولی چې په همدې ترڅ کې یې چاودنه کړې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
سرچینه وایي، دغه پېښه په کور کې د ځای پر ځای شوې پخوانۍ سرګلولې له کبله رامنځته شوې او په خبره یې چې یوه کوچنۍ نجلۍ او یوه ښځه پکې وژل شوي او د یوې نجلۍ او دوو هلکانو په ګډون درې کسان ټپیان دي.
د سره سلیب نړیوالې کمېتې د معلوماتو له مخې چې یوازې د تېرکال پرمهال د افغانستان دننه ۹۹۵ تنه د ماین چاودنو پرمهال مړه او ټپیان شوي دي.
لوګر کې د طالبانو د والي ویاند عمر منصور وايي، دا پېښه نن غرمه مهال د محمد اغې ولسوالۍ اړوند «زرغون ښار» سیمه له روسانو د یو پاتې شوي پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
په دې ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، دا پېښه نن د (یکشنبه، ۲۳ د تلې) سهار شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د ارغنداب ولسوالۍ په «حسن بابا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالب پولیسو د ماین چاودنې څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې چاودنه د یادې سیمې په یو خالي کور کې شوې او پر مهال د محمد ادریس په نوم یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.