عبدالحمید مجاهد د مهماتو د خلاصون وروسته د طالبانو له لوري نیول شوی دی. مجاهد څه موده وړاندې له لسګونه نفرو سره یوځای له طالبانو جلا او د «مقاومت جبهې» سره یو ځای شوی و.
دا چاودنه په يوه تېز تلونکي موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله را منځ ته شوې او د چاودنې په نتيجه کې د طالبانو د امنيې قومندان په شمول د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه يوه ځايي سرچينه وايي، چې مړه شوي ماشومان د «رزک»، «فريسک» او «خاک پتاو» ولسواليو دي او عمرونه يې له دريو مياشتو څخه نيولې بيا تر دريو کلونو پورې و.
په بدخشان ولايت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد يونس جهادمل وويل، چې د دې سوداګريز مرکز د جوړولو موخه د بې سرپرسته او بې ځايه شويو ښځو لپاره کار پيدا کول دي.
د کوف آف لپاره د طالبانو ولسوال عبد القدير قادري دا پېښه تاييدوي او وایي، چې په وروستيو ورځو کې د سختې واورې ورېدو له امله څو نورې ښوييدنې هم شوي خو ځاني تلفات نه لري، مګر مالي زيانونه يې رسولي دي.
یوې سرچینې له اطلاعات روز سره په خبرو کې تاييد کړه چې د بدخشان لپاره د طالبانو امنيې قومندان مولوي عبد الحق عمر په دې چاودنه کې وژل شوی دی.
دغه راز بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ پرون دوشنبه عام محضر کې په دُور وهلي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل چې ۱۳ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او په لسګونه څاروي هم د واورې ښوييدنې له امله تلف شوي دي.
په شغنان ولسوالۍ کې د يوې بلې پېښي له امله واورې ښوييدنې د تيلو يو ټانکر موټر له درې نفره سوارليو سره له لارې اړولی او په آمو سيند کې يې غرق کړی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د پوهنې رييس محراب الدين اقبال وايي، چې کوم کسان تر ۲۱ کلونو کم عمر لري، تر لسم په لوړو ټولګيو کې به جذب شي.