سپاه پاسداران په يوه اعلاميه کې ويلي: «د صهيونيستي رژيم جناياتو ته په ځواب کې د سپاه هوايي ځواکي په اشغال شوې ځمکه کې يو لړ اهداف د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په مټ په نښه کړل.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار پر ایکس په خپله پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې داعش په دې برید سره وښودله چې د استخباراتي سازمانونو په لاس کې یوه ډله ده او موخه یې د «اسلام بدنامول» او د ټولې سیمې ګواښل دي.
هلمند کې د طالبانو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې برید تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۱ د سلواغې) د باباجي ولسوالۍ د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د یو ځایي اوسیدونکي عبدالغني په کور شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې داعش وسله والو تیره شپه د دره نور ولسوالۍ اړوند «وایګل» سیمه کې د کمردین په نامه د یو طالب سرتیری پر کور برید کړی چې پر مهال یې یاد طالب وژل شوی.
په شمالي وزيرستان کې د پوليسو افسر روهان زيب ډان نيوز ته ويلي، چې د داوړ موټر نن (چهارشنبه، ۱۳ د مرغومې) د ټاکنيزې مبارزې پر مهال په نښه شوی دی.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې ويلي، چې د پاکستان د پوځ ماين خنثا کوونکې ډله په سيمه کې د ماين په شنډولو بوخته وه چې ډزې پرې شوي او دوه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي دي.
رويټرز په دارابان کې د پوليسو د څارنې د مرستيال ملک عنيس الحسن په وينا ليکلي: «ترهګرو د پوليسو حوزې ته تر ننوتلو وروسته له لاسي بمونو استفاده وکړه چې پوليسو ته يې نور تلفات هم واړول.»
یو عیني شاهد کمال شاه وایي، پېښه نن (شنبه،۲۳ د مرغومي) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د پنډۍاړوند «خیابان» سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې دوه افغان کډوالې د کډوالو نړیوالې ادارې یو ځایي مرکز ته پر لاره وې.
ننګرهار کې یوې سرچینې وویل، چې دغه لاسي بم تېره ورځ (یکشنبه، ۱۷ د مرغومي) د حصارک ولسوالۍ اړوند «میا صاخب) کلي کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې آمر مولوي غلام جیلاني حنفي پر کور غورځول شوی دی.
د مذهبي ازاديو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپورچي نازيلا غني هم د بېنټ غوښتنه تکرار کړې او په افغانستان کې یې پر هزاره ګانو او مذهبي لږکيو د بريدونو په تړاو د تحقيقاتو غوښتنه کړې.