په مرکز ښرنې ملکي روغتون کې يو تن روغتياپال چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته په خبرو کې د موسمي ناروغيو د کچې زياتېدو برخه کې خلک ملامت وګڼل او ویې ويل، روغتيايي سپارښتنو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په يادو ناروغيو د اخته کسانو شمېر زيات شي.
ارزګان کې یو شمیر روغتیاپالان وايي، چې ځینې ډاکټران او درمل پلورونکي د خپلې ګټې لپاره یو له بل سره شریک شوي او خلکو ته خراب درمل ورکوي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص وايي، دغه مرستې د (HNTPO) موسېسې له لوري شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) ووېشل شوې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په ټول افغانستان کې نږدې ۱۴ زره درملتونونه فعالیت کوي، چې له دې ډلې یواځې دوه زره او ۶۰۰ یې کابل کې دي.
په خبرپانه کې همدا راز راغلي چې ياد کميسيون له روغتياپالانو غوښتنه کړې چې له شفري نسخو ډډه وکړي، تر څو ناروغ لرونکی د خپل خوښې درملتون څخه درمل وپيري.
ننګرهار د بهسودو یو ناروغ لرونکی جمیل وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شخصي درملتون لرونکي پر ناروغانو چې ډېری یې مسلکي نه دي، تاریخ تېره درمل پلوري چې ناروغ ته یې د ګټې پر ځای زیان ډیر وي او آن د مرګ تر کومي یې رسوي.
د میرویس روغتون ډاکټران وایي، د سره صليب نړيوالې کمېټې لخوا د درملو بنديدو له امله د دې روغتون د عاجلې څانګې نه بغير نور د روغتون په زياتو وارډونو کې ساده درمل او طبي توکي خلاص شوي دي.
د سنو فارما ریيس محمد سعيد صديق وایي، دا فابریکه په یو شفت یعنې اتو ساعتونو کې ۵ میلیونه او ۶ لکه ګولۍ، ۲ میلیونه کپسول او له ۶۰ زرو څخه تر ۹۰ زره بوتله پورې شربت جوړوي.
ورته مهال بیا دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستيال مولوي فتح خان خبرداری ورکوي، چې که داځل په دې ولايت کې غير قانوني او تر وخت تير درمل له کوم چا سره وموندل شول سخته سزا به ورکړي.
No More Content