رافیلا نن (شنبه، ۲۹ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه د دې خبر په اعلان سره ليکلي، چې په افغانستان کې د ښوونځيو د تغذيې پروګرام په ښوونځي کې د نومليکنې او شاګردانو له حاضرېدلو سره هم مرسته کوي.
نوموړی زیاتوي، دغه مرستې پر ۵۸۸ بې وزله کورنيو وويشل شوې چې له ډلې یې ۵۳۰ تنې ښځې او ۵۸ نارينه دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس، د سپټمبر مياشتې له نيمايي بيا تراوسه له پاکستانه افغانستان ته تر ۳۲۷ زره زيات کډوال او پناه غوښتونکي راغلي دي.
د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې: «موږ په بېړنۍ توګه ۲۷.۵ ميليونه ډالرو ته اړتيا لرو چې له هغوی [کډوالو] سره مرسته وکړو چې ژوند له سره پېل کړي او په ژمي کې روغ پاتې شي.»
يونيسف ويلي، چې دا پيسې به د درسي ټولګيو پر جوړونې او بيارغونې، د تشنابونو پر جوړولو، په ښوونځيو کې د لاس وينځلو لپاره د امکاناتو پر برابرولو او چارديوالي پر جوړولو ولګېږي.
د حوثيانو تر کنټرول لاندې د کورنيو چارو وزارت وياند ډګروال عبدالخالق الاغري دا پېښه غميزه بللې او ويلي يې دي ملامتيا د هغو ده چې له سيمهييزو چارواکو سره له همغږۍ پرته مرستې وېشي.
اروپايي ټولنې ويلي، چې د دې اتحاديې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د خوړو کړکېچ ته په رسيدګي کې مرسته وکړي. په افغانستان کې تقريبا نيمايي نفوس د خوړو په برخه کې له سختې ناامنۍ سره مخ دی.
دغه مرسته چې ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې له لوري تر اړمنو کورنيو ورسوله مسئولينو يې وويل، دوى بې وزله کورنۍ د يوې سروې له مخې په نښه کړې وې او اوس یې ورته دغه مرسته ورسوله.
د زده کړې لپاره د نړيوال ګډون ادارې مديرې لورا فریجنتي ويلي: «موږ خوښ يو چې په افغانستان کې له زده کړې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.»
د جاپان سفارت ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.