د ارزګان يو اوسيدونکی منصور احمد وايي، په دې ولايت کې داسې ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي خلک معاينه کوي او درمل ورکوي چې د طب په برخه کې زده کړې نه دي کړي او تجربه نه لري.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان تورخم دروازه پرون (جمعه، ۱۰ د لیندۍ) ماښام د هغو ناروغانو پرمخ تړلې چې د پاسپورټ او ویزې پرته به په نوبتي شکل دغه هیواد ته د درملنې په موخه ورتلل.
نوموړی د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوي او وایي، لازمه ده چې د پاکستاني حکومت پر وړاندې ورته اقدام وکړي.
د ننګرهار اوسیدونکی نعمت الله چې پلار یې په کوما حالت کې دی وایي، نن یې په تورخم کې دریمه ورځ پوره کیږي، خو لاهم پاکستان ته په تګ نه دی بریالی شوی.
ځایي اوسیدونکي وايي، له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو نشت له ستونزو سره مخ کړي او اړ دي چې د درملنې لپاره د کندهار ښار روغتونونو ته مراجعه وکړي.
یو ناروغ وایي، له یوې خوا سخته ګرمي او له بلخوا د ټوکنو په ویش کې فساد، بې نوبتي او واسطې هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان په اسانۍ د ټوکن په اخیستلو نه توانیږي.
په همدې حال کې پاکستان ته د درملنې په موخه تلوونکي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
د تورخم له لارې پاکستان تلوونکي ناروغ لرونکي شکایت کوي او وایي، په شپو شپو انتظار وروسته هم نه توانېږي چې خپل ناروغان له دې لارې پاکستان ته ولیږدوي.
دوی د مجهزو روغتونونو او اسانتياوو نشتوالی لويه تشه بولي او وايي چې ځينې ناروغان له ناچارۍ پلازمېنې کابل او يا پاکستان او هند ته وړي.
د میرویس روغتون ډاکټران وایي، د سره صليب نړيوالې کمېټې لخوا د درملو بنديدو له امله د دې روغتون د عاجلې څانګې نه بغير نور د روغتون په زياتو وارډونو کې ساده درمل او طبي توکي خلاص شوي دي.