د راپورنو پر بنسټ یاد پولیس افسر څو ورځې وړاندي طالبانو لخوا نیول شوی و، او تر څو ورځو بند او شکنجو وروسته یې روغتون ته بیولی و چې په روغتون کې یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.
په تېر يوه کال کې په سلګونو پخواني نظاميان د طالبانو له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. د دې نظاميانو یو شمېر يې له خپلو اصلي سيمو تللي دي او په پټ ډول ژوند کوي.
سرچينې وايي، چې طالبانو خداداد له دې کبله نيولی چې په تېر حکومت کې نظامي و او اوس يې د پنجشير مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.
ځينې سرچينې وايي، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو د غړو تر شکنجې لاندې مړ شوى او پر بدن يې د شکنجې نښې ليدل کېږي؛ خو په ورته وخت کې نورو سرچینو د نوموړي د وژنې لامل ځان وژنه بللې ده.
یوې سرچینې وویل، چې په نيول شویو کسانو کې د هلمند پخوانی مرستيال والي بشيراحمد شاکر د امنيتي پوستو قومندانان زقوم بانديز، مامور سلطان محمد، حکمت الله داوري او الله نظر هم شامل دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو دغه سرتېرى لومړی شکنجه کړى او بيا يې وژلى دى.
سرچینه زیاتوي، چې د محب مړی د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، یاد نظامي د ارزګان ولایت اصلي اوسیدونکی و، چې سپین بولدک ته د خپلو دوستانو لیدو ته ورغلی و.
د پخواني حکومت پوځي جنرال محمد ابراهيم جهاديار ته نږدې خلکو منلې چې نوموړی طالبانو تر دوه مياشتني زندان وروسته په کابل کې وژلی دی.
د لغمان یو اوسیدونکی وژل شوی سرتیری د صابر خان په نوم یادوي او وایي چې هغه په تېر جمهوري نظام کې سیمه ییزو پولیسو کې دنده درلوده.
د اطلاعات روز د څېړنيز راپور له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاريکار او نهو نورو ولسواليو کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تر ۵۲ زيات پخواني نظاميان نيول شوي دي