ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفيرې لانا نصيبه ويلي، چې دا بنديزونه کولای شي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارې له خطر سره مخ کړي او امنيت شورا په دې اړه چوپتيا نشي غوره کولای.
ملګرو ملتونو ويلي، چې د امنيت شورا له امر سره سم به په ټولو ممکنه کچو کې له حاکمو طالب چارواکو سره يو رغنده او اصولي تعامل وساتي.
همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز ته د غبرګونونو په دوام، د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن ويلي، چې له دې «بدې» پرېکړي ناراحته شوی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز د هغوی د اساسي حقونو فاحش نقض دی او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) پرون اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځينه کارمندانې له کار کولو منع کړې دي.
د طالبانو وياند ادعا کړې، چې د ښځو پر کار بنديز «په دې معنا نه دی چې دلته تبعيضي چلند کېږي او يا هم د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته خنډ جوړېږي».
د طالبانو د بنديزونو په اوج کې لا هم داسې ښځې شته دي چې هڅه کوي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د خپلو همنوعو او هغو ښځو ملاتړ وکړي چې له خپلو لومړنيو حقونو محرومې دي.
لينډا توماس ليکلي: «د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا غونډه کوي، تر څو د طالبانو له لوري له ملګرو ملتونو سره د ښځو د همکارۍ پر بندولو بحث وکړي.»
د ملګرو ملتونو وياند استفان دوجاريک په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، چې په افغانستان کې د دې سازمان دفتر د طالبانو پریکړه ترلاسه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو کار منع کوي.
د جرمني سفارت ويلي: «په ښکاره به ووايو: که د افغانستان خلکو ته مرسته نه رسېږي، که خلک له لوږې، يخ او د موادو له کمښت او يا نشتونه کړېږي، د دې مسووليت يوازې د اوسنيو واکمنو پر اوږو دی.»